له پاکستاني پاسپورت څخه د سراج الدین حقاني د ګټې اخیستنې په تړاو د راپورونو له نشرېدو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې پدې تړاو څیړنې کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي د جمعې په ورځ د لیندۍ ۱۷ نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، له پاکستاني پاسپورت څخه د سراج الدین حقاني د ګټې اخیستنې په تړاو څېړنه کوي او پایله به یې له رسنیو سره شریکه کړي.
تازه د پاکستان نیوز ورځپاڼې په راپور کې لیکلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پینځه کاله د پاکستان په پاسپورت سفرونه کړي، په ځانګړي ډول قطر ته د امریکا سره د سولې خبرو اترو لپاره یې د پاکستان په پاسپورت سفرونه کړي.
د یادې رسنۍ په حواله د سراج الدین حقاني پاسپورتونه د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو ترڅنګ د پاکستان له بېلا بېلو ایالتونو صادر شوي دي.
له دې وړاندې دوه پاکستاني خبریالانو هم ویلي و، چې پاکستان د سراج الدین حقاني پاسپورت باطل اعلان کړی.
سرفراز بوګټي نن په خبري ناسته کې وویل:« په لومړیو کې به یوه څېړنه وکړي او له څېړنو وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک کړي.»
همدارنګه زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ ۱۶ نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، د دې خبرې له څېړنو وروسته به یې پایله رسنیو سره شریکه کړي.
هغې وویل:« له پاکستاني پاسپورت څخه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د ګټې اخیستنې له راپور خبر لرم، له هر اړخیزو څېړنو وروسته به دې موضوع ته جواب وویل شي.»
دا پداسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم راپورونه نشر شوي وه، چې د طالبانو چارواکو د پاکستان په پاسپور بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول قطر ته سفرونه کړي دي.