په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی، چې حکومت یې د افغانانو سره ۵۸.۴ مېلیونه ډالره مرسته کوي.
د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۳ نېټه په کابل کې د جاپان سفارت په ایکس ټولنیزه رسنۍ لیکلي، چې له دې مرستې یې موخه، په افغانستان کې د بشري مرستو کولو ډاډ ورکول دي.
دې سفارت لیکلي« موږ تمه لرو، چې دا مرسته به د افغانانو د ژوند خوندیتوب او پر ځان بسیا افغانستان کې مرسته وکړي.»
ویل کیږي، چې دا مرسته به د نړیوالو بشري مرسته رسونکو ادارو او د جاپان د غیرې دولتي ادارو له لورې په اړینو ځایونو کې ولګول شي.
د طالبانو واک ته له راسېدو تراوسه د جاپان هېواد مرسته ۴۴۷ مېلیونه ډالرو ته رسیږي.
دا پداسې حال کې ده، چې اروپایي ټولنې هم د افغانانو د ژوند د کچې لوړولو او خوندیتوب په موخه ۱۴۲.۸ مېلیوني کمکي بسته افغانستان ته منلې ده.
همدارنګه امریکا هم د طالبانو د حاکمیت راوروسته ۲.۶ میلیارده ډالر له افغانستان سره مرسته کړې.
په همدې حال کې د امریکا د مرستو د څار ځانګړې ادارې مشر جان ساپکو ویلي، چې مرسته شوې پیسې طالبان د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي.
نوموړي ویلي، دغه مرستې په ځانګړي ډول د امریکا مرسته د ترورېزم په ملاتړ کارول کیږي او طالبان ټاکي، چې دغه مرسته چیرتت مصرف شي.