د پاکستان پوځ دعوه کوي، چې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پر پوځ ځانمرګی بریدګر د افغانستان اوسیدونکی وه.
د پاکستان د پوځ په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې بریدګر د تحریک طالبان پاکستان د یوې شاخې د قوماندان حافظ ګل بهادر اړوند وه، چې په شمالي وزیرستان کې فعالیت لري.
دغه برید د یکشنبې په ورځ د قوس په ۵ نېټه د خیبر پښتونخوا د بنو ښار په بکاخیلو سیمه کې د پاکستان پر پوځ شوی، چې په پایله کې یې دوه ملکي وګړي وژل شوي، ۷ ملکي وګړي او ۳ پاکستاني پوځیان پکې ټپیان شوي دي.
د پاکستان د پوځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې وروسته له دې بریده، ۸ وسله وال د پاکستان پوځ سره په نښته کې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ پداسې حال کې دا ادعا کوي، چې پر دوي برید کونکی د افغانستان اوسیدونکی وه، چې له دې څه موده وړاندې د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر ویلي و، تروریستان د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي.
انورالحق کاکړ زیاته کړې، واک ته د طالبانو په رسېدو دوي تمه لرله، چې طالبان به د تحریک طالبان پاکستان پر ضد اقدامات وکړي؛ خو برعکس واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په پاکستان کې په تروریستي پېښو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی او په ځانمرګو بریدونو کې په سلو کې ۵۰۰ زیاتوالی راغلی.
د پاکستان د چارسمبالي لومړي وزیر د معلوماتو پر بنیاد، په تیر کال کې ۲ زره او ۶۷ پاکستانیان پدې بریدونو کې وژل شوي دي، چې عاملین یې د افغانستان اوسیدونکي وه.