د پاکستان پخوانی سياستوال او سناتور افراسياب خټک «بينا» ټلويزيون ته وويل، چې د پاکستان د مدني ټولنې لسګونه غړي پرون ماښام په اسلام اباد کې د افغانستان کډوالو د غوښتنو لپاره راټول شوي وو، خو پاکستاني پوليسو يې د لاريون مخه ونيوله.
ښاغلي خټک وويل: «پوليسو لومړى لاريون کوونکي ګواښلي او بيا يې د دوو ساعتونو لپاره د لاريون په ځاى کې توقیف کړي ول.»
د پاکستان حکومت د راتلونکي کال د جنوري لومړۍ نېټه له پاکستانه د افغانستان کډوالو د جبري ایستلو وروستۍ ورځ ټاکلې ده.
پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د دې پریکړې د عملي کولو لپاره به د پناه غوښتونکو لپاره څو موقتي توقیف ځایونه جوړ شي.
خو پدې حال، مدني فعالان او یو شمېر پاکستاني سیاستوال وايي چې د افغان کډوالو په وړاندې د اسلام اباد تګلاره غیر انساني او د کډوالۍ له نړیوالو کنوانسیونونو سرغړونه ده.
دا مهال په پاکستان کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال اوسيږي او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، له دې ډلې ۱،۷ میلیونه یې د کډوالۍ قانوني اسناد نه لري.